پېښور 14 اپرېل (اے پی پی) الیكشن كمېشن آف پاكستان مردان، چارسده، او پېښور كښې د ضمنی ټاكنو شیډول معطل كړے دے٬ خېیر پښتونخوا كښې د ضمنی ټاكنو شیډول د پېښور هائیكورټ تر نوي آرډرز معطل كړے شوے٬ د خېیرپښتوانخوا په درېو حلقو كښې ضمنی ټاكني په 30 اپرېل كيدونكې وې ۔ این اے 22 مردان، 24 چارسده او 31 پېښور كښې په 30 اپرېل ضمنی ټاكني كېدونكې وي، دا درې چوكې د پی ټی آئی چیئرمېن عمران خان د سوګند نه پورته كولو له امله خالی شوې وي ٬ په این اے 24 چارسده 2 د دوو كانديدانو ترمينځه مقابله وه ،تحریك لبیك څخه الف خان شیرپاؤ، پیپلز پارټي څخه پیر افتاب او اكبر علي ، دغسې سینئر خبريال سبزعلی خان ترین او حاجی فیض محمد په آزاد حیثیت سره د این اے 24 ټاكنو كښې برخه اخسته،دې حلقے څخه مولانا محمد سعید هم په آزاد حیثیت سره میدان كښې موجود ؤ ۔