نوے ډېلے ۔14اپرېل(اے پی پی) په هند كښې د كورونا وائرس نور 11 زره كېسونه رپورت شوي دي كوم چې د تېرو 236 ورځو په مهال په 24 ساعتونو كښې رامخې ته شوي تر ټولو زيات كېسونه دي۔ په ګرد هېواد كښې د دې وبا فعاله كېسونو شمېره زياتېدو سره 49 زره 6 سوه 22 ته ورسېده۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د هند د روغتيا وزارت په خپلو شمېرو كښې وئيلي دي چې د نورو 29 كسانو مړه كېدو سره د دې وبا د لاسه د مړو مجموعي شمېره 5 لکه 31 زره 64 ته ورسېده۔