پېښور۔ 14 اپرېل(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا حكومت د وړوكي اختر په موقعه د 6 رخصتيو اعلان كړے دے۔ د جمعې په ورځ د خېبر پښتونخوا حكومت اېډمنسټرېشن څانګې لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې په خېبر پښتونخوا صوبه كښې به د وړوكي اختر 2023 په موقعه 6 ورځې رخصتي وي۔ د اعلاميې له مخې د وړوكي اختر رخصتۍ به د روانې اپرېل مياشتې 21 مې څخه تر 26 مې نېټې وي۔