چين به د عرب هېوادونو اتحاد له د مرستې په توګه فعاله كردار ادا كوي۔د چين خارجه وزارت

بيجنګ 13اپرېل(اے پی پی)د چين خارجه وزارت وياند وانګ ون بين وئېلي دي چين د يمن صورتحال ښه والي او د تل پاتې جنګ بندۍ لپاره د سعودي عرب٬عمان او نورو سيمه ايزو هېوادونو د هلو ځلو هركلے كوي او دا ستائي٬ دغسې د خبرو اترو د لارې د يمن مسئلې سياسي حل لپاره د تولو اړوندو ډلو ملاتړ كوي۔د زيارت په ورځ د چين مېډيا له مخې په يو خبري كنفرنس كښې ده ووئيل چين د يمن مسئلې سياسي حل ته تقويت وركولو او سيمه ايز امن او استحكام برقرار ساتلو كښې د تعميري كردار ادا كولو خوښي لري۔وانګ ون بين ووئېل چين د سوريې او نورو عرب هېوادونو ترمينځه د اړيكو د ښه والي هركلے كوي