قاهره 13اپرېل(اے پی پی)د مصر صدر عبدالفتاح السيسي سره د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زيد النهيان د قاهرې په الاتحاديه محل كښې ملاقات كړے چې پكښې د ورورولۍ اړيكو٬د مرستې ودې او د شريكو هڅو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔د سعودي ابلاغ ذريعو له مخې په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو شريكې ګټې د لا ودې وركولو په طريقو د خيالاتو څرګندونه شوې او د شريكې خوښې په ګڼ شمېر چارو او سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم غور وكړے شو ۔په دې موقع د متحده عرب امارات صدر ووئيل امارات د شريكې ګټې لپاره د د مرستې په هره معامله د مصر سره مشاورت او مرسته دوامداره ساتل غواړي۔اماراتي صدر ووئيل د مصر او امارات د ورورولۍ اړيكې مستحكمې دي