ریاض۔13اپرېل(اے پی پی)د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت وئیلي چې د عمرې اجازه به په شوال کښې له کوچني اختر وروسته وركولې شي۔ د سعودي خبري اژانس د حج او عمرې وزارت په حواله وئیلي چې د نسک اېپ له لارې د شوال لپاره د عمرې د اجازې د ورکولو اسانتیا برابره شوې ده، كوم كسان چې په شوال كښې عمره ادا كول غواړي هغوي په اولني فرصت كښې بكنګ كولې شي٬ دوئي ته به آسانۍ سره اجازه (پرمټ) وركړې شي۔ د حج او عمرې وزارت وئيلي چي وزټ وېزا لرونكي د حاج كولو اجازه نه لري٬ د وېزې موده 90 ورځې ده٬ له دې كبله زائرين دې د عمرې د وېزې موده ختمېدو څخه وړاندې خپلو هېوادونو ته ستانه شي۔