انقره 12 اپرېل (اے پی پی)تركيې وئيلي دي د مسجد الاقصی تقدس او د فلسطين دريځ دفاع به دوامداره ساتو۔د تركيې خبري اژانس له مخې د تركيې خارجه وزير مولود چاوش اولو د اسرائيلي قواؤ لخوا د مسجد اقصی سپكاوي په ضد خپل بيان كښې وئېلي دي د حرم شريف د تقدس په سپكاوي غلي نه شو پاتې كېدے٬مونږ د فلسطين انتظاميې او د اسرائيل حكومت دواړو سره په رابطه كښې د دې بريدونو ختمولو غوښتنه كړی٬ ده ووئېل د او ائې سي غونډه رابللې شوې او مونږ پريكړه اورولې ده ٬تركيه به د فلسطين د دريځ او د مسجدالاقصی د تقدس دفاع روانه ساتي