لیما 12 اپرېل (اے پي پي) پیرو كښې د مسافرو يو بس نهر ته چپه شوې چې په نتيجه كښې ئې 10 كسان مړه او 25 ژوبل شوې دي۔د ترکيې خبررسني ادارې له مخې ځائې پولیس وياند ميډيا ته ووئيل پیرو صوبے هواروچری تحصیل چیکلا په موټر وے يو بس د سړك څخه لاندي نهر ته پريوتې چې په نتيجه كښې ئې 10 كسان مړه او 25 ژوبل شوې دي۔ده ووئيل ریسکیو اهلکارو مړه او ژوبل كسان د نهر څخه راوېستلو سره نزدې روغتون ته رسولې دي چرته چې د ځيني ژوبل كسانو حالت اندېښمن دې۔ده ووئيل ځائې ټریفك پولیس د پېښي پلټني كوي۔