كويت سټي 11اپرېل(اے پی پی)د كويت نوې وزيراعظم شېخ احمد نواف الاحمد الصباح او د هغه كابينې سوګند پورته كړے۔د دوي څخه ولي عهد شېخ مشعل الاحمد الصباح سوګند اغستے دے۔د سعودي ذريعو له مخې د كويت ولي عهد د نوې كابينې په نامه په خپل پېغام كښې وئېلي دي د هېواد پراخه پرمختګ د قامي مشرتابه٬حكومت٬پارليمان او اولس ذمه واري ده٬په هېواد كښې به د پرمختګ او خوشحالۍ سفر هم داغسې بشپړ شي۔د كويت ولي عهد نوو وزيرانو ته ووئيل په هېواد كښې د خذمت معيار ښه كولو او د بدعنوانۍ خاتمې له قومي ذمه وارۍ تر سره كړئ