جوبائيډن د كال 2024 په صدارتي ټاكنو كښې د برخې اغستو اراده څرګنده كړه

واشنګټن 11اپرېل(اے پی پی)د امريكې صدر جوبائيډن وئېلي دي په كال 2024 كښې په صدارتي ټاكنو كښې د برخې اغستو اراده لرم خو اوس د اعلان كولو لپاره چمتو نه يم۔د سعودي خبري اژانس له مخې ده په اوسنۍ مركه كښې وئېلي دي په راتلونكو صدارتي ټاكنو كښې د كانديد جوړېدو اراده لرم خو اوس د اعلان كول مناسب نه دے۔صدر جوبائيډن ووئيل په كال 2024 كښې د ډيموكريټك ګوند صدارتي كانديد جوړېدو اراده لرم۔بائيډن او نائب صدر كملاهيرس دواړو ووئيل مونږ به په ګډه په ټاكنو كښې برخه اخلو