كوئټه 11اپرېل(اے پی پی)د بلوچستان داخله وزير مير ضياﺀالله لانګو كچلاك اپرېشن كښې د ترهه ګرو په ډزو د پوليس اهلكارو په شهادت د غمرازۍ څرګندونه كولو سره وئېلي دي د ترهه ګرو تر خاتمې به په قلاره سره نه كېښنو۔په خپل بيان كښې ده وئيلې دي په صوبه كښې د امن او امان لپاره پوليس لازواله قربانۍ وركړي۔صوبائي حكومت او د صوبې اولس د پوليس ځواكونو قربانيو ته سلام كوي٬ ده ووئېل د شهيدانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كوو او د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا كوو ۔