د چين خارجه وزير به د افغانستان ګاونډيانو هېوادونو خارجه وزيرانو غونډه كښې ګډون كوي

بيجنګ11اپرېل(اے پی پی)د چين خارجه وزير به د افغانستان د ګاونډيانو هېوادونو د خارجه وزيرانو څلورمه غونډه كښې ګډون كوي۔د چين مېډيا رپورټس له مخې د چين خارجه وزارت وياند وانګ ون بين وئېلي دي د ازبكستان لنډ مهاله خارجه وزير سيدوف په بلنه به د چين رياستي كونسلر او خارجه وزير چن ګانګ د 12 نه تر 13 اپرېل سمرقند ازبكستان ته ځي چرته به چې هغه د افغانستان ګاونډي هېوادونو خارجه وزيرانو څلورمه غونډه كښې ګډون كوي او د ازبكستان دوره به هم كوي