په كچلاك كښې ترهګرو سره مبارزه كښې د پوليس 4 اهلكار شهيد ٬ يو ترهګر مړ

کوئټه۔11اپریل (اے پی پی) کوئټه ته نزدې په کچلاک سيمه كښې له ترهګرو سره په نښته كښې د پوليس 4 ځوانان شهيد او يو ترهګر مړ شوے دے۔ د پوليس ذريعو له مخې د نهې په ورځ كوئټې ته نزدې كچلاك سيمه كښې اے ټي اېف په يو كور كښې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع كارروائي وكړه۔ په دې مهال د ترهګرو لخوا د ډزو په نتيجه كښې څلور پوليس اهلكار علي اكبر ٬ فېض محمد ٬ محمد جاوېد او چنګېز خان شهيد شو۔ د پولس لخوا په ځوابي كارروائي كښې يو ترهګر مړ شو۔ د پېښې څخه وروستو د پوليس زياته نفري د پېښې ځاې ته ورسېده او سيمه محاصره كولو سره يۍ د لټون عمليات پېل كړل۔ پوليس د شهيد شويو اهلكارو مړي كوئټه ته منتقل كرل۔