د بلوچستان اعلی وزير په كچلاك كښې د څلور پوليس اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونه

کوئټه۔11اپرېل(اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير عبدالقدوس بزنجو په کچلاک کښې د ترهګرو په ضد عملياتو کښې د څلور پوليس اهلکارو په شهادت د خفګان څرګندونه کړې ده۔ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل له ترهګرو سره په مقابله كښې شهيد شويو افسرانو د مړانې او زړورتيا مثال قائم كړې دې٬ د ترهه ګرو په ضد جنګ كښې د خپل ژوند قرباني وركوؤنكي د اولس اتلان دي۔ وزيراعلي ووئيل د ترهه ګرۍ بشپړه خاتمه د اولس او حكومت ګډه عزم دے۔ ده ووئيل امنيتي ځواكونه په عزم او استقلال سره د ترهه ګرۍ له شر سره مبارزه كوي٬ وزيراعلی د شهيدانو له كورنيو سره د خواخوږۍ او يو والي څرګندونه وكړه۔