کوئټه۔11اپریل(اے پی پی) د بلوچستان په سوراب سيمه کښې د ګل په ورځ په يوه ترافيکي پېښه کښې د شهيد شويو لېويز اهلكارو دفعدار عبدالقدوس، ياسر کے بي، وسيم ياسين، داوودباسط، محمد صادق او محمد طارق په شمول د ټولو شهيدانو د جنازې لمونځ د دوهم كمشنر دفتر ته نزې فټبال اسټېډيم كښې ادا كړے شو۔ د جنازې په لمونځ كښې د قلات ډويژن كمشنر داود خان خلجي ٬ د خضدار دوهم كمشنر الياس كبزئي صاحب ٬ د سوراب ډپټي کمشنر جلال الدين خان کاکړ، لوړ پوړو حکومتي چارواکو، د سيمې مشرانو، سياسي مشرانو، د شهيدانو خپلوانو او د ليويز او پوليس افسرانو او ځوانانو ګډون وكړو۔ د جنازې لمونځ څخه وروستو د شهيد شويو اهلكارو تدفين به سركاري درناوي سره په خپلو خپلو سيمو كښې وكړې شي۔ په سوراب روډ سيمه كښې د شهيد شوي پوليس اهلكار عبد السلام زهري د جنازې لمونځ په پوليس لائن كښې ادا كړے شو۔