
جدہ۔7 اپرېل(اے پی پی) فلسطين په مسجد اقصی د اسرائيلي بريدونو په رد عمل كښې وئيلي دي چې يوازې د اسرائيل غندنه كول كافي نه دي بلكې په اسرائيل دې بندېزونه ولګولې شي۔ بل اړخ ته په مسجد اقصی د اسرائيل لخوا په شويو بريدونو بحث له به د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) غونډه د خالي په ورځ د اپرېل په 8 مه نېټه كېږي۔ د سعودی خبري اژانس له مخې فلسطيني خارجه وزارت وئيلي دي چې لكه د هر ځل دا ځل به هم د يو شمېر هېوادونو لخوا په سلامتي كونسل كښې د اسرائيلي رياستي ترهګرۍ غندنه كول كافي نه وي۔ خارجه وزارت په خپل ټويټ كښې وئيلي چې دا ځل به د يو ترهګر ٬ سركش ٬ قابض او ظالم رياست په توګه په اسرائيل بندېزونه لګول وي۔د فلسطيني خارجه وزارت په دې غوښتنه د اسلامي مرستې تنظيم په مسجد اقصیٰ د اسرائيل لخوا په روانو بريدونو بحث له دا غونډه رابللې ده۔ دا بېړنۍ غونډه د اردن لخوا رابللې شوې ده۔ او آئي سي وئيلي دي چې هيله ده چې غونډې ته د تنظيم عمومي سېكتر حسېن ابراهيم طه خطاب وكړي۔