په مسجد اقصی د اسرائيلي ځواكونو بريد ٬ اسرائيلي او فلسطيني چارواكي دې د صبر او زغم څرګندونه وكړي٬ د ملګرو ملتونو خاص استازې

ملګري ملتونه ۔6 اپرېل(اے پی پی) ملګرو ملتونو په مقبوضه بېت المقدس كښی په مسجد اقصی د اسرائيلي ځواكونو د بريد غندنه كولو سره اسرائيلي او فلسطيني چارواو ته اپيل كړې چې هغوي دې د اسرائيلي ځواكونو له تشدد كارروائيو څخه وروستو د صبر او زغم څرګندونه وكړي۔ د منځني ختيز سولې عمل لپاره د ملګرو ملتونو خاص کوآرډینېټر ټور وینس لېنډ وئيلي دي چې ما لپاره د مسجد اقصی دننه د تشدد مناظر زيات ويرونكې دي۔ ده ووئيل د اسرائيلي ځواكونو لخوا د ګڼ شمېر فلسطيني وګړو ګرفتارۍ اندېښمنې دي۔ ده ووئيل د دې مقدسې مياشتې پېل كېدو سره نزدې 6 لكه وګړي په مقبوضه بېت المقدس كښې د مقدس ځايونو زيارت له راغلل۔ ده سیاسی، مذهبی او كميونټي لارښودو ته خواست وكړو چې هغوي دې پارونكي بيانونه او اقدامات مسترد كړي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د مقدس ځايونو تاريخي حېثيت دې د اردن د خصوصي كردار له مخې كوم چې د دې نګران دے په ځايې وساتلې شي۔ ده ووئيل ملګري ملتونه د تاؤ تريخوالي وضعه كمولو له ټولو فريقو سره نزدې تړون ساتي۔