د المان نائب چانسلر په ناڅاپي دوره يوكرين ته ورسېد

برلن 03اپریل (اے پی پی)د المان نائب چانسلر رابرټ هیبک په ناڅاپي دوره يوكرين ته رسېدلے دے كومه چې د روس يوكرين جنګ پېل نه پس دا د هغه وړومبنۍ دوره ده۔د برتانيې خبري اژانس له مخې د المان د توان او اقتصادي چارو وزارت وياند وئېلي دي نائب چانسلر د ګل په ورځ سهار په ناڅاپي دوره يوكرين ته رسېدلے ٬خو د هغه د امنيت وجوهات په سبب سمدستي تفصيلات نه دي بيان كړے شوي