كولمبو 29 اګست (اے پي پي) د سري لنكا او هند د كركټ لوبډلو ترمېنځه د پنځو يو ورځنو مېچونو د سېريز څلورم يو ورځنې مېچ به ﴿سبا﴾ د زيارت په ورځ په كولمبو كښې كېږي۔ د هند لوبډلې په دې سېريز كښې وړومبي درې واړه مېچونه ګټلي دي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه پنځم او وروستې يو ورځنې مېچ به د ستمبر په 3مه نېټه په كولمبو كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه يواځنې ټي ټونټي مېچ به د ستمبر په 6مه نېټه په كولمبو كښې كېږي