ریاض۔20مارچ(اے پی پی) په سعودي عربستان كښې به د مارچ په 21 مه نېټه د روژې مباركې مياشت ليدلې شي۔ د سعودي خبري اژانس له مخې سعودي سپريم كورټ په مملكت كښې مسلمانانو ته غږ كړے دے چې هغوي دې د نهې په ورځ د مارچ په 21 مه نېټه په 29 شعبان د رمضان المبارك د مياشتې ليدلو اهتمام وكړي او حكومت ته دې خپل شهادتونه ورسوي۔ د سپريم كورټ لخوا په جاري كړې شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې كوم وګړے په خپلو سترګو او يا د دور بين د لارې مياشت وويني هغه دې په فوري توګه نزدے عدالت ته تللو سره خپل شهادت درج كړي۔