په مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو ناوړه وضععې سره د سيمې په امن او سلامتیا خراب اثرات مرتب كېږي

اسلام آباد 04 اګست(اے پی پی)پاکستان مقبوضه کشمیر كښې په بې ګناه اولس د هندي ریاستې ترهه ګرۍ غندنه كوي٬ په مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو خراب صورتحال سره د سيمې په امن او سلامتیا اثرات مرتب كېږي، پاکستان د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د کشمیر شخړې په ښه ډول هواري له لوظې دے۔ د جمعې په روځ د خارجه دفتر وياند له مخې تيرو څو ورځو كښې …

اسلام آباد 04 اګست(اے پی پی)پاکستان مقبوضه کشمیر كښې په بې ګناه اولس د هندي ریاستې ترهه ګرۍ غندنه كوي٬ په مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو خراب صورتحال سره د سيمې په امن او سلامتیا اثرات مرتب كېږي، پاکستان د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د کشمیر شخړې په ښه ډول هواري له لوظې دے۔ د جمعې په روځ د خارجه دفتر وياند له مخې تيرو څو ورځو كښې د هند قابض ځواكونه د حق خودارادیت غوښتنه کوونكې بې ګناه کشمیریان شهيدان او ژوبل كړي۔ هندي عسكرو د وحشت څرګندونه كولو سره پیلټ ګنز كارولې دغسې پلوامه روغتون او په سري نګر ویمن کالج بريد ئې كړې۔ وياند ووئيل د هندي ریاستی ترهه ګرۍ او جارحیت سره کشمیریانو د خپل حق خودارادیت ترلاسه كولو هلو ځلو روانو ساتلو له لوظي دي۔ په مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو خراب صورتحال سره د سيمې په امن او سلامتیا خراب اثرات مرتب كېږي۔ وياند ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو قرار دادونو له مخې د کشمیر شخړې په ښه ډول حل کولو له لوظې دے۔ ده ووئېل پاکستان به د کشمیریانو سیاسی،سفارتی او اخلاقی مرسته روانه ساتي۔پاکستان د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كړې چې مقبوضه کشمیر كښې د بشرې حقونو د خلاف ورزیو نوټس واخلي

مزید خبریں