کراچۍ كښې د اولسي سهولت مركز جوړولو رسمي پرېكړه شوې ده٬ د اېف بي آر چيئرمېن به اوس په مياشت كښې دوه ځله خبريالانو سره د كراچۍ دوره كوي۔ وفاقي وزير خزانه  محمد اورنګزيب

  اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي چې د وزيراعظم په خاص امر په کراچۍ كښې د اولسي سهولت مركز جوړولو رسمي پرېكړه شوې ده٬ د اېف بي آر چيئرمېن به اوس په مياشت كښې دوه ځله خبريالانو سره د كراچۍ دوره كوي دغسې چې د ټېكس په اړه شكايتونه په موقع حل كړې شي۔ د شورو په ورځ قامي …

 

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي چې د وزيراعظم په خاص امر په کراچۍ كښې د اولسي سهولت مركز جوړولو رسمي پرېكړه شوې ده٬ د اېف بي آر چيئرمېن به اوس په مياشت كښې دوه ځله خبريالانو سره د كراچۍ دوره كوي دغسې چې د ټېكس په اړه شكايتونه په موقع حل كړې شي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د وفاقي بجټ د منظورۍ عمل د ترسره كېدو نه وروسته ده د بجټ په منظور مننه كولو سره ووئيل چې په ايوان كښې د بجټ سيشن په مهال د كار كوٶنكو چارواكو او عملے د خدماتو ستائنه پكار ده ۔ ده په دې موقع د بجټ په غونډه كښې خدمات ترسره كوٶنكو د بېلو څانګو افسرانو او عملے لپاره د 6 بنيادي تنخواګانو برابر اعزازيه اعلان كړه۔ ده ووئيل چې د بجټ د منظورۍ عمل بشپړ شوے دے۔ ده د آډيټر جنرل د رپورټس حواله وركولو سره ووئيل چې د آئين له مخې دا ضروري ده اولسي فنډز يوازې ھغه مخصوص مقاصدو لپاره او د قانون له مخې استعمال كړې شي، دا ډول رپورټس د پاکستان د اولسي مالياتي احتساب په نظام كښې بنيادي کردار لوبوي۔

مزید خبریں