اسلام آباد 04 اګست (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئېلي دي عمران خان نورو ته بې شرمه وائي او خپل شرم ورته نه ښكاري ٬عائشه ګلالئۍ چې كوم تورونه لګولي بايد عمران خان پھ اصولي توګه د ګوند صدارت څخه استعفٰی وركړي او خپل ځان پلټنو له وړاندې كړي٬مسلم ليګ(ن)عائشه ګلالئۍ له په ګوند كښې د شموليت بلنه نه ده وركړی٬د امير مقام د ټېليفوني …
عمران خان نورو ته بې شرمه وائي او پخپله شرم نه ورځي٬عائشه ګلالئۍ چې كوم تورونه لګولي بايد عمران خان پھ اصولي توګه د ګوند صدارت څخه استعفٰی وركړي او خپل ځان پلټنو له وړاندې كړي

مزید خبریں
اسلام آباد 04 اګست (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئېلي دي عمران خان نورو ته بې شرمه وائي او خپل شرم ورته نه ښكاري ٬عائشه ګلالئۍ چې كوم تورونه لګولي بايد عمران خان پھ اصولي توګه د ګوند صدارت څخه استعفٰی وركړي او خپل ځان پلټنو له وړاندې كړي٬مسلم ليګ(ن)عائشه ګلالئۍ له په ګوند كښې د شموليت بلنه نه ده وركړی٬د امير مقام د ټېليفوني تماس څخه قيصه جوړه كړی شوې٬عدالت ته استدعا كوو چې مونږ له انصاف لپاره غېر جانبداره پليټ فام راكړي٬د مسلم ليګ(ن)حكومت به د خپل لارښود نواز شريف پھ مشرۍ كښې خپل مزل روان ساتي٬نواز شريف به د سياست پھ مېدان كښې د وړاندې څخه زيات كردار ترسره كوي۔د جمعې پھ ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خبرو كښې خواجه سعد رفيق ووئيل عمران خان سره چې څه كېږي په هغې خوشحاله نه يو خو دا مكافات عمل دے٬پھ دې به د لويې څښتن نظام په حركت كښې راځي۔ده ووئيل په عمران خان هغه تورونه لګېدلې كوم چې د پاكستان د بل سياسي ګوند په مشر نه دي لګېدلې۔ده ووئيل بايد انصاف وكړې شي٬عائشه ګلالئۍ به د يو مړانه قامي اسمبلۍ غړې په حېث پیژندلې شي۔ده ووئيل د امير مقام د ټېليفوني تماس نه قيصه جوړه كړې شوې٬مونږ امير مقام ته پھ دې اړه نه وو وئېلي او نه مو عائشه ګلالئۍ له پھ ګوند كښې د شموليت بلنه وركړی۔ ده ووئېل په دې ټوله معامله بې بنسټه ډنډورې كېږي بايد دا بندې كړی شي۔خواجه سعد رفيق ووئيل پانامه كيس كښې د نواز شريف په ضد چې سپريم كورټ كومه پريكړه كړی په هغې د نظرثاني كولو پريكړه شوې۔د پاكستان نوموړي قانون پوهه دا پوښتنه كوي چې د عدليې د آزادۍ مطلب د سترې محكمې آزادي نه د لاندې عدالتونو آزادي هم ده۔ ده ووئېل عاصمه جهانګير٬علي احمد كرد او د سپريم كورټ بار پخوانې صدران دا معامله پورته كوي زه هم عدالت ته خواست او استدعا كول غواړم چې مونږ له انصاف لپاره يو غېر جانبداره پلېټ فارم راكړی۔د مسلم ليګ(ن)حكومت به د خپل قائد نواز شريف پھ مشرۍ كښې خپل مزل روان ساتي۔ده ووئيل نواز شريف به د سياست په مېدان كښې وړاندې څخه زيات كردار ترسره كوي











