د امريكې صدر د اسرائيل د دورې كولو بلنه قبوله كړه

مقبوضه بيت المقدس 25 اپرېل (اے پي پي) د امريكې صدر جوبائيډن د اسرائيلي وزيرعظم نفتالي بينېټ د لخوا د اسرائيل د دورې كولو بلنه قبوله كړې ده. د چينائي مېډيا له مخې د اسرائيلي وزيراعظم د دفتر څخه په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې دواړو مشرانو په ټيليفون خبرې كړې دي او په دې مهال د اېران پاسداران انقلاب د امريكې د ترهګرې د لسټ څخه …

مقبوضه بيت المقدس 25 اپرېل (اے پي پي) د امريكې صدر جوبائيډن د اسرائيلي وزيرعظم نفتالي بينېټ د لخوا د اسرائيل د دورې كولو بلنه قبوله كړې ده. د چينائي مېډيا له مخې د اسرائيلي وزيراعظم د دفتر څخه په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې دواړو مشرانو په ټيليفون خبرې كړې دي او په دې مهال د اېران پاسداران انقلاب د امريكې د ترهګرې د لسټ څخه د خارج كولو په غوښتنه هم د خيالاتو څرګندونه شوې ده. سپينې ماڼې وئيلي دي چې صدر جوبائيډن د اسرائيلي او فلسطيني چارواكو ترمېنځه د سولې په هڅو هم خبرې كړې دي.