اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) د امريكې صدر جوبائيډن د فرانس صدر ايمانوئل مېكرون ته دوهمې مودې لپاره د صدر په ټاكنه مباركي وركړې. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د امريكې صدر د مباركې پېغام جاري كولو سره په خپل ټويټ كښې فرانس د نړيوالو چېلنجونو په مخ نيوي كښې كليدي شراكتدار وګرځولو. ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې هغه به د فرانس صدر سره …
د امريكې صدر د فرانس صدر ته بېرته د صدر په ټاكنه مباركي وركړه
اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) د امريكې صدر جوبائيډن د فرانس صدر ايمانوئل مېكرون ته دوهمې مودې لپاره د صدر په ټاكنه مباركي وركړې. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د امريكې صدر د مباركې پېغام جاري كولو سره په خپل ټويټ كښې فرانس د نړيوالو چېلنجونو په مخ نيوي كښې كليدي شراكتدار وګرځولو. ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې هغه به د فرانس صدر سره نزدې مرسته، د يوكرېن ملاتړ، د جمهوريت دفاع او د ماحولياتي بدلون مخ نيوي لپاره مرسته جاري ساتي.










