ابوجا 24 اپرېل (اے پي پي) په نائجېريا كښې په آئل ريفائنري كښې په چاودنه كښې 100 كسان سوځېدو سره مړه شوي دي. د تركيې مېډيا له مخې دا پېښه د نائجېريا په رېورز ولايت كښې په يو غېر قانوني آئل ريفائنري كښې رامېنځ ته شوې. د ولايت كمشنر ګډلك اوپيا وئيلي دي چې دا پېښه په غېر قانوني آئل ريفائنري كښې رامېنځ ته شوې چرته چې د چاودنې نه …
په نائجېريا كښې په آئل ريفائنري كښې په چاودنه كښې 100 كسان سوځېدو سره مړه شوي
ابوجا 24 اپرېل (اے پي پي) په نائجېريا كښې په آئل ريفائنري كښې په چاودنه كښې 100 كسان سوځېدو سره مړه شوي دي. د تركيې مېډيا له مخې دا پېښه د نائجېريا په رېورز ولايت كښې په يو غېر قانوني آئل ريفائنري كښې رامېنځ ته شوې. د ولايت كمشنر ګډلك اوپيا وئيلي دي چې دا پېښه په غېر قانوني آئل ريفائنري كښې رامېنځ ته شوې چرته چې د چاودنې نه پس اور لګېدلې او پكښې 100 كسان سوځېدو سره مړه شوي دي. نائجېريا ډېر پېټرول او قدرتي ګاز لري او دلته ګڼ شمېر غېر قانوني آئل ريفائنري موجود دي او د دې په وجه حكومت ته هره ورځ د دوه لكه بېرل تېلو زيان رسي. تېر كال هم په يو غېر قانون آئل ريفائنري كښې په چاودنه كښې 25 كسان مړه شوي وو.










