د افغانستان په امنيتي ځواكونو كښې تقريباً 750 كسان تربيه ترلاسه كولو سره شامل كړې شوي. د دفاع وزارت

اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) د افغانستان د دفاع وزارت وئيلي دي چې د افغانستان په امنيتي ځواكونو كښې تقريباً 750 كسان تربيه ترلاسه كولو سره شامل كړې شوي. د چينائي مېډيا له مخې د افغانستان د دفاع وزارت په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې دې كسانو د 205م البدر كور د تربيې په يو مركز كښې وظيفه اي، عسكري او فكري تربيه ترلاسه كړې.بل خوا …

اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) د افغانستان د دفاع وزارت وئيلي دي چې د افغانستان په امنيتي ځواكونو كښې تقريباً 750 كسان تربيه ترلاسه كولو سره شامل كړې شوي. د چينائي مېډيا له مخې د افغانستان د دفاع وزارت په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې دې كسانو د 205م البدر كور د تربيې په يو مركز كښې وظيفه اي، عسكري او فكري تربيه ترلاسه كړې.بل خوا د افغانستان لنډ مهال نائب وزيراعظم مولوي عبدالسلام حنفي ځائي مېډيا ته وئيلي دي چې د افغانستان لنډمهاله حكومت د 3 لكه 50 زره قوي امنيتي ځواك په جوړولو كار كوي. د وزارت له مخې په دې اونې كښې تقريباً 2000 نوي كېډټس په امنيتي ځواكونو كښې شامل شوي دي.