ټوكيو 24 اپرېل (اے پي پي) د جاپان د شمالي ساحل څخه د بې دركه شوې كشتې د 10 مسافرو د مړينې تصديق شوے دے. د برتانيې مېډيا د جاپان كوسټ ګارډ په قول وئيلي دي چې د سېلګرې كشتې د خالي په ورځ په شمالي هوكائيډو جزيره كښې د بحري سفر په مهال سره د 26 كسانو بې دركه شوې وه. د چارواكو له مخې په كشتۍ كښې د …
په جاپان كښې د بې دركه شوې كشتې 10 مسافر مړه شوي
ټوكيو 24 اپرېل (اے پي پي) د جاپان د شمالي ساحل څخه د بې دركه شوې كشتې د 10 مسافرو د مړينې تصديق شوے دے. د برتانيې مېډيا د جاپان كوسټ ګارډ په قول وئيلي دي چې د سېلګرې كشتې د خالي په ورځ په شمالي هوكائيډو جزيره كښې د بحري سفر په مهال سره د 26 كسانو بې دركه شوې وه. د چارواكو له مخې په كشتۍ كښې د دوه ماشومانو پشمول 24 مسافر او د عملې دوه غړي سواره وو. د چارواكو له مخې د كشتې لټون لپاره عمليات روان دي او تر اوسه د 10 مسافرو د مړينې تصديق شوے.










