مدينه منوره 23 اپرېل (اے پي پي) په مدينه منوره كښې د مسافرو د بس چپه كېدو په پېښه كښې 8 كسان مړه او ګن شمېر ژوبل شوي دي. د سعودي مېډيا له مخې د مدينه منوره د پوليسو وياند وئيلي دي چې په هجره لويه لار د مسافرو بس چپه كېدو په پېښه كښې 8 كسان په حق رسېدلي او ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي دي. د رېسكيو ډلو ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسولي دي او پوليسو د پېښې پلټنې پېل كړې دي.