د عراقي فضائيه په بريد كښې د داعش 4 وسله وال وژل شوي

بغداد 22 اپرېل (اے پي پي) د عراق په شمالي صلاح الدين ولايت كښې د عراقي فضائيه په بريد كښې د داعش 4 وسله وال وژل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د عراق د كورنيو چارو د وزارت د استخباراتو ادارې وئيلي دي چې تېره ورځ د عراق فضائيه په العېث سيمه كښې په يو شمېر كورونو بريدونه كړي دي او په كښې 4 وسله وال وژل شوي دي. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې د وسله والو تعلق د داعش ډلې سره و.