تاشقند 21 اپرېل (اے پي پي) په ازبكستان كښې په سختو بارانونو او سېلاب كښې څلور كسان مړه شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د ازبكستان چارواكو وئيلي دي چې د بارانونو نه پس په سېلاب او د زمكې ښوئېدنې په پېښو كښې د مېنځني ازبكستان په بخمال، فارش، ګلياارال او شرف رشيدو ضلعو كښې د درې مېرمنو پشمول 4 كسان مړه شوي دي. په سېلاب كښې ګن شمېر كورونو او زياتو فصلونو ته هم زيان رسېدلې. په ځپليو سيمو كښې د مرستې چارې روانې دي او وګړي محفوظ ځايونو ته منتقل كولې شي.