د برتانيې وزيراعظم بورس جانسن په ټاكنو كښې د بېرته برخې اخستلو اعلان وكړو

لندن 21 اپرېل (اے پي پي) د برتانيې وزيراعظم بورس جانسن په ټاكنو كښې د بېرته برخې اخستلو اعلان وكړو. د چينائي مېډيا له مخې بورس جانس تېره ورځ د هند په دوه ورځنې دوره د روانېدو په مهال مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل چې هغه به په ټاكنو كښې بېرته برخه ضرور اخلي. ده ووئيل چې هغه د كوم داسې صورتحال په لړ كښې سوچ نه شي كولې چې پكښې هغه استعفٰی وركړي.