په كولمبيا كښې د سړك پغاړه په بمي چاودنه كښې 6 عسكر مړه او 5 ژوبل شوي

بګوټا 21 اپرېل (اے پي پي) په كولمبيا كښې د سړك پغاړه په بمي چاودنه كښې 6 عسكر مړه او 5 ژوبل شوي دي او د پېښې په مهال يو تن بې دركه شوې هم دے. د چينائي مېډيا له مخې د كولمبيا نېشنل آرمي وئيلي دي دا پېښه تېره ورځ په نوټيبارا ضلع كښې د ګزمې په مهال رامېنځ ته شوې چرته چې د عسكرو ټرك د ترهګرو لخوا په ځائ كړې شوي بم سره ټكر شو. د كولمبيا صدر ايوان ډيوك د چاودنې غندنه كولو سره وئيلي دي چې دا يو بزدلانه بريد دے.