ابوظهبي 09 نومبر (اے پي پي) د انګلينډ او نيوزي لينډ کركټ ډلو ترمينځه ټي ټونټي ورلډ کپ وړومبې سيمي فائنل ميچ به د شورو په ورځ كېږي، د انګلينډ كركټ ډلې مشري به آئن مورګن کوي دغسې د نيوزي لينډ کركټ ډلې مشري به کين وليمسن کوي۔وړومبې سيمي فائنل ميچ كښې کاميابۍ لپاره د دواړه ډلو مشرانو د خپلې خپلې كاميابۍ لپاره بيانونه وركړې دي۔ دويم سيمي فاشنل ميچ …
د انګلينډ او نيوزي لينډ كركټ ډلو ترمينځه د ټي ټونټي ورلډ کپ وړومبې سيمي فائنل ميچ به د شورو په ورځ كېږي

مزید خبریں
ابوظهبي 09 نومبر (اے پي پي) د انګلينډ او نيوزي لينډ کركټ ډلو ترمينځه ټي ټونټي ورلډ کپ وړومبې سيمي فائنل ميچ به د شورو په ورځ كېږي، د انګلينډ كركټ ډلې مشري به آئن مورګن کوي دغسې د نيوزي لينډ کركټ ډلې مشري به کين وليمسن کوي۔وړومبې سيمي فائنل ميچ كښې کاميابۍ لپاره د دواړه ډلو مشرانو د خپلې خپلې كاميابۍ لپاره بيانونه وركړې دي۔ دويم سيمي فاشنل ميچ به پاکستان او آسټريليا كركت ډلو ترمينځه په 11 نومبر كېږي۔آئي سي سي مينز ټي ټونټي ورلډ کپ کرکټ ټورنامنټ 2021 سيمي فائنل لائن اپ بشپر شوې، پاکستان، نيوزي لينډ، انګلينډ او آسټريليا کركټ ډلو د ناك آؤټ پړاؤ كښې ځائې جوړ كړې دې۔ د ټورنامنټ دواړه سيمي فائنل او فائنل ميچ به د پاکستان معياري وخت له مخې ماښام 7 بجے پيل كېږي۔دا خبره دې ياده وي چې ټورنامنټ فائنل ميچ به په 14 نومبر کېږي۔











