محمد شهزاد په ټي 20 كښی 2 زره رنزونه بشپړ كوؤنكې اولنې افغانې لوبغاړې جوړ شو

ابوظهبی۔31اکتوبر(اے پی پی) محمد شهزاد په ټی ټونټی انټرنیشنل کرکټ كښې 2 زره رنزونه بشپړ كوؤنكې اولنې افغانې لوبغاړې جوړ شوے دے۔ هغه په ټی ټونټی ورلډ کپ كښې د نمیبیا په ضد د 45 رنز اننګز كولو سره دا هدف ترلاسه كړو۔ هغه 2000 رنز بشپړونكی د نړۍ 12 مې بېټسمېن جوړ شو۔ په ټي ټونټی انټرنیشنل کرکټ كښې د زياتو رنزونو نړيوال ريكارډ د هند بېټسمېن ویرات کوهلی سره دې كوم چې 3225 رنز جوړ كړې دي۔ په ټی ټونټی انټرنیشنل کرکټ كښی تر ټول زياتې تندۍ سره 2000 رنز بشپړونكې بېټسمېن د پاكستان بابر اعظم دے كوم چې په 52 اننګز كښې دا هدف ترلاسه كولو سره تاريخ رقم كړے دے۔