كامياب ځوانانو ته د 22 اربه ماليت نه د زياتو قرضو وركولو عمل ترسره شو٬ عثمان ډار

اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم د ځوانانو چارو خصوصي مرستيال عثمان ډار وئيلي دي د كامياب جوان پروګرام ترسېوري لاندې تر دې دمه كامياب ځوانانو ته د 22 اربه ماليت نه د زياتو قرضو وركولو عمل ترسره شوې دې۔د اتوار په ورځ خصوصي مرستيال د قرض ترلاسه كوؤنكي كامياب ځوان قيصه ټويټ كولو سره ووئيل اسلام كوټ سندھ سره تعلق لرونكي ځوان راج كمار د قرض رقم سره د …

اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم د ځوانانو چارو خصوصي مرستيال عثمان ډار وئيلي دي د كامياب جوان پروګرام ترسېوري لاندې تر دې دمه كامياب ځوانانو ته د 22 اربه ماليت نه د زياتو قرضو وركولو عمل ترسره شوې دې۔د اتوار په ورځ خصوصي مرستيال د قرض ترلاسه كوؤنكي كامياب ځوان قيصه ټويټ كولو سره ووئيل اسلام كوټ سندھ سره تعلق لرونكي ځوان راج كمار د قرض رقم سره د ګلونو او سبزۍ كار پېل كړو۔ راج کمار ووئيل د وړاندې په مقابله كښې مې كاروبار ښه چلېږي او زه په دې مرسته كولو د وزيراعظم عمران خان مننه كوم۔ عثمان ډار ووئيل حكومت په دوه كاله كښې د 22 اربه نه د زيات ماليت قرضې وېشلو سره لويه كاميابي ترلاسه كړې ده۔ هغه ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي دې منصوبې سره به ځوانانو ته د 100 اربه ماليت قرضې وركولو هدف ترلاسه كړو

مزید خبریں