د آئي سي سي ټي 20 ورلډ کپ سپر 12 راؤنډ ،پاکستان به دريم ميچ د جمعې په ورځ د افغانستان په ضد كوي

دبئي 28 اکتوبر (اے پي پي) آئي سي سي مينز ټي 20 ورلډ کپ 2021، سپر 12 راؤنډ كښې به (نن) د جمعې په ورځ دوه ميچونه كيږي،وړومبې ميچ به د وېسټ انډيز او بنګله دېش ډلو ترمينځه كيږي۔ دغه ميچ به د پاکستاني وخت ترمخه د ورځې درې بجے کرکټ سټيډيم،شارجه كښې كيږي۔ وېسټ انډين ډلي مشري به نوموړې آل راؤنډر کيرون پولارډ کوي دغسې بنګله دېش ډلي مشري …

دبئي 28 اکتوبر (اے پي پي) آئي سي سي مينز ټي 20 ورلډ کپ 2021، سپر 12 راؤنډ كښې به (نن) د جمعې په ورځ دوه ميچونه كيږي،وړومبې ميچ به د وېسټ انډيز او بنګله دېش ډلو ترمينځه كيږي۔ دغه ميچ به د پاکستاني وخت ترمخه د ورځې درې بجے کرکټ سټيډيم،شارجه كښې كيږي۔ وېسټ انډين ډلي مشري به نوموړې آل راؤنډر کيرون پولارډ کوي دغسې بنګله دېش ډلي مشري به محمود الله كوي۔ دويم ميچ به د پاکستان او افغانستان ډلو ترمينيځه كيږي، دا ميچ به د پاکستان معياري وخت ماښام 7 بجے انټرنيشنل کرکټ سټيډيم دبئۍ كښې كيږي، د پاکستان ډلي مشري به بابر اعظم کوي دغسې د افغانستان ډلې مشري به محمد نبي كوي۔ پاکستان ډلې ته په دې ميګا ايونټ كښې تر اوسه چا ماتې نه دې وركړې۔ سپر 12 پړاؤ كښې به هره ډله 5 ګروپ ميچ کوي او دواړه ډلو څخه به دوه ټاپ ډلې سيمي فائنل لپاره کواليفائي کوي۔د ټورنامنټ وړومبې سيمي فائنل ميچ به په 10 نومبر ابوظهبي دغسې دويم سيمي فائنل ميچ به په 11 نومبر دبئي كښې كيږي۔د دې ميګا ايونټ فائنل ميچ به په 14 نومبر دبئي انټرنيشنل کرکټ سټيډيم كښې كيږي

مزید خبریں