کابل۔16اګست(اے پی پی) د افغان وګړو الوتكې ته په زور د ننوتلو او د هېواد نه د وتلو هڅو په مهال په كابل ايئرپورټ لږ تر لږ 5 كسان مړه شوي۔ د پېښې نه وروستو په ايئرپورټ ټول كمرشل
پروازونه وځنډولے شول ۔ د ګل په ورځ د عرب ميډيا له مخې د طالبانو په افغانستان د قبضې نه پس د زرګونو په شمېر افغان وګړي هېواد نه تښتېدو لپاره ايئرپورټ ته ورسېدل چې ورسره په ايئرپورټ كښې ګڼه او هله ګوله جوړه شوه۔ په ایئرپورټ موجود امريكائي پوځ د ګڼې منتشر كولو لپاره هوائي ډزې وكړې چې ورسره خلقو يو بل د پښو لاندې كړل۔ د يو عنېي شاهد وېنا ده هغه وليدل چې د 5 كسانو مړي په يو ګاډي كښې اچولے شوي وو۔ يو بل عېني شاهد ووئيل دا خبره ښكاره نه ده دا كسان د ډزو د لاسه مړه شوي يا كه د ګڼې له امله۔ د حامد کرزئی انټرنېشنل میډیا آفس لخوا جاري شوي بيان تر مخه په ایئرپورټ ټول کمرشل پروازونه ځنډولې شوي۔