اسلام آباد 06 اكتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل انتونيو ګوټرېش سره وليدل، په دې موقع د فلسطين، جمو و كشمير، افغانستان پشمول په سيمه ايز او د نړيوال امن و سلامتيا چارو سره سره د ترهګرۍ مخنيوي او ګڼ اړخيزه نظام د سباٶن په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا …
نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار سيكرټري جنرل انتونيو ګوټرېش سره وليدل، د فلسطين، جمو و كشمير، افغانستان پشمول په سيمه ايز او نړيوال امن و سلامتيا د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 06 اكتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل انتونيو ګوټرېش سره وليدل، په دې موقع د فلسطين، جمو و كشمير، افغانستان پشمول په سيمه ايز او د نړيوال امن و سلامتيا چارو سره سره د ترهګرۍ مخنيوي او ګڼ اړخيزه نظام د سباٶن په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري بيان له مخې په خارجه وزارت كښې د ملاقات په مهال نائب وزيراعظ و خارجه وزير د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل د جمو و كشمير او سندھ طاس تړون په حواله د پاكستان د موقف نه خبر كړو او د سلامتي كونسل اړوند قراردادونو له مخې د جمو و كشمير شخړې منصفانه او سوله ايز حل لپاره ئې د پاكستان د غوښتنې پخلے وكړو۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير خبرو اترو روانه ساتلو او په تاٶ تريخوالي كښې كمي لپاره د پاكستان په سفارتي هڅو رڼا واچوله چې پكښې د امريكې او ايران ترمېنځه په اسلام آباد كښې شوو خبرو كښې د پاكستان سهولت كاري هم شامله ده۔ ده د شخړو هواري لپاره خبرې او سفارت كاري موثره ذريعه ګرځولو سره په دې لر كښې د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل نړيوالې ادارې لپاره د پاكستان تر ډېرې مودې خدمات سره سره خبرو اترو ، ثالثۍ كولو او په تاٶ تريخوالي كښې كمي ته ودې وركولو لپاره د پاكستان د سفارتي هلو ځلو ستائنه وكړه











