امريكا كښې د مېډيكل الوتكې پیښه٬   د 6 كسانو لټون معطل٬  د ټولو كسانو د مرګ اندیښنه

  نيو يارك ۔ 6 اكتوبر(اے پي پي) د امرېكې كوسټ ګارډ  د ميسا چوسټس ايالت  سره نزدې د نېنټك جزيرې ساحل سره  په سمندر كښې  د پرېوتې مېډيكل  الوتكه كښې د ناستو 6 كسانو  لټون تر 66 ساعتو كولو نه پس معطل كړو۔   د شنهوا تر مخه  كوسټ ګارډ  خپل بيان  كښې ووئېل   د اتوار په ماښام  سمندر كښې د لټون كار اودرلے شو ۔ د  كوسټ كرډ  د …

 

نيو يارك ۔ 6 اكتوبر(اے پي پي) د امرېكې كوسټ ګارډ  د ميسا چوسټس ايالت  سره نزدې د نېنټك جزيرې ساحل سره  په سمندر كښې  د پرېوتې مېډيكل  الوتكه كښې د ناستو 6 كسانو  لټون تر 66 ساعتو كولو نه پس معطل كړو۔   د شنهوا تر مخه  كوسټ ګارډ  خپل بيان  كښې ووئېل   د اتوار په ماښام  سمندر كښې د لټون كار اودرلے شو ۔ د  كوسټ كرډ  د قطبي  ختيزې ضلعې كمانډر مةتهو ليك ووئېل د لټون معطل كولو پرېكړه  آسانه نه وه   ٬  د ځپلو كورنيو او د هغوي د خپلوانو سره د غمرازۍ څرګندونه كوو۔   د كاناډا ايئر  مېډيكل ټرانسپورټ كمپنۍ لېټي ډيوډ   ايمبولېنس رجسټرډ دا الوتكه  د برمودا نه بوسټن ته روانه وه ۔لېټي ڼيوډ ايئر ايمبولنس خپل بيان كښې ووئېل د چاواكو راكړو معلوماتو  او د لتون او مرستې  مرحلې په تر سره كېدو كمپڼي  دې زړه ورانونكې حقيقت سره مخ ده۔په الوتكه كښې  د څلورو ملازمانو ٬ رنځورانو  سره  د كورنۍ د يو كس  د مرګ اندیښنه ده ۔