وزيراعظم  شهباز شريف په شمالي وزيرستان  كښې په كاميابه كارروائيو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

  اسلام آباد 06 اكتوبر (اے پي پي): وزيراعظم  شهباز شريف په شمالي وزيرستان  كښې په كامياب انټلي جنس بېسډ كارروائيو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د ترهګرو تر بشپړه خاتمې به د فتنه الخوارج په ضد كارروائۍ روانې وي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په كارروائۍ كښې د فتنه الخوارج د 5  ترهګرو په ژولو …

 

اسلام آباد 06 اكتوبر (اے پي پي): وزيراعظم  شهباز شريف په شمالي وزيرستان  كښې په كامياب انټلي جنس بېسډ كارروائيو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د ترهګرو تر بشپړه خاتمې به د فتنه الخوارج په ضد كارروائۍ روانې وي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په كارروائۍ كښې د فتنه الخوارج د 5  ترهګرو په ژولو د امنيتي ځواكونو ستائنې كولو سره  ووئيل امنيتي ځواكونه د فتنه الخوارجو په ضد په وخت او پرېكنده كارروائۍ كوول سره د ترهګرو ناوړه عزائم خاورې كوي۔ وزيراعظم ووئيل د عزمِ استحكام وژن له مخې د ترهګرۍ بشپړه خاتمې او تل پاتې امن  راوستوز ته   حكومت وړومبۍ  پام لرنه كوي