مرتضيٰ سولنګي د افغان طالبانو لخوا پاکستان ته د جمهوريت په درس وركولو كره ټكونه وكړل

  اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د صدر مملکت وياند مرتضيٰ سولنګي په غېر قانوني افغان طالبان رجيم سخت تنقيد كولو سره ووئيل  د هغوي استازي په كومه خله او زړه ورتيا سره پاکستان ته د جمهوريت درس وركولو جسارت كوي۔ د ګل په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې ده ووئيل طالبان د دوحه تړون له مخې د شوو لوظونو څخه سرغړونه كوي٬ د افغان مېرمنو او كوچنيانو …

 

اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د صدر مملکت وياند مرتضيٰ سولنګي په غېر قانوني افغان طالبان رجيم سخت تنقيد كولو سره ووئيل  د هغوي استازي په كومه خله او زړه ورتيا سره پاکستان ته د جمهوريت درس وركولو جسارت كوي۔ د ګل په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې ده ووئيل طالبان د دوحه تړون له مخې د شوو لوظونو څخه سرغړونه كوي٬ د افغان مېرمنو او كوچنيانو بنيادي آزادۍ سلب دي او نسلي او مذهبي اقليتونه پرله پسې په نخښه كېږي۔ ده ووئيل طالبانو د كلونو بمي چاٶدنو٬ آئي اي ډي بريدونو او د ځانمرګي ترهګرۍ نه پس په اقتدار قبضه كړې ده۔ مرتضيٰ سولنګي ووئيل دا صورتحال ډېر د ستم ظريفۍ وړ دے، يو داسې حكومت چې د ټوپك په زور ئې خپل اختيار قائم كړے دے ھغه څنګه د پاكستان په جمهوري حېثيت  د پوښتنې رامخې ته كولو جرات لرلے۔ ده د پاكستان جوړېدو حواله وركولو سره ووئيل  پاکستان يو داسې رياست دے كوم چې د كروړونو اولس د خوښې او مقبول ملاتړ په نتيجه كښې جوړ شوے دے۔

مزید خبریں