صدر مملكت په شمالي وزيرستان كښې د فتنه الخوارج په ضد په كاميابه  كارروائۍ امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

  اسلام آباد۔6اكتوبر  (اے پي پي) صدر مملكت په شمالي وزيرستان كښې د فتنه الخوارج په ضد په كامياب انټلي جنس بېسډ كارروائۍ امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل  د امنيتي ځواكونو  په وخت او موثره كارروائۍ د ترهګرو ناوړه عزائم ناكامه كولو كښې مهم كردار لوبوي۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدرِ مملكت په كارروائۍ كښې د …

 

اسلام آباد۔6اكتوبر  (اے پي پي) صدر مملكت په شمالي وزيرستان كښې د فتنه الخوارج په ضد په كامياب انټلي جنس بېسډ كارروائۍ امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل  د امنيتي ځواكونو  په وخت او موثره كارروائۍ د ترهګرو ناوړه عزائم ناكامه كولو كښې مهم كردار لوبوي۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدرِ مملكت په كارروائۍ كښې د 5 ترهګرو په وژلو او دوه ټپي كولو د امنيتي ځواكونو د مړانې او وظيفائي صلاحيت ستائنه وكړه۔ صدر مملكت ووئيل د امنيتي ځواكونو  په وخت او موثره كارروائۍ د ترهګرو ناوړه عزائم ناكامه كولو كښې مهم كردار لوبوي، د فتنه الخوارج په ضد كارروائۍ به د ترهګرو تر بشپړه خاتمې روانې وي