برازیلیا۔9 اګست(اے پی پی)برازیل كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نور 13،893 نوي كېسونه رامخې ته كېدو نه پس ګرد هېواد كښې د ځپلو شمېره 20.16 لکه ته رسېدلې ۔ د برازيل د روغتيا وزارت له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال نور 399 كسان مړه شوي چې ورسره د دې وباﺀ د لاسه د مړو شمېره 5،63،151 ته رسېدلې ۔ بلخوا برازيل كښې تر دې دمه 18.9 لكه كسان د دې رنځ نه ښه شوي هم دي۔ دې نه يوه ورځ وړاندې برازيل كښې د كورونا وائرس 43،033 نوي كېسونه رامخې ته شوي وو او 990 كسان مړه شوي وو