د ماحولياتو د نړيوالې ورځې كوربتوب پاكستان لپاره د اعزاز خبره ده. محمود خان

پېښور 05 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان وئيلي دي چې د ماحولياتو د نړيوالې ورځې كوربتوب پاكستان لپاره د اعزاز خبره ده، نننۍ ورځ پاكستان لپاره يوه تاريخي ورځ ده، د ماحولياتو د نړيوالې ورځې كوربتوب د اوسني حكومت او وزيراعظم عمران خان د هڅو اعتراف دے. ده دا خبرې د خالي په ورځ د ماحولياتو نړيوالې ورځې په موقع په خپل خاص پېغام كښې وكړې. محمود خان ووئيل چې نننۍ ورځ انساني ژوند لپاره د قدرتي اهميت په ډاګه كولو ورځ ده، د قدرتي ماحول تحفظ او د ځنګلاتو په رقبه كښې اضافې لپاره د پي ټي آئي حكومت د وړومبې ورځې نه اقدامات كوي. د ماحول تحفظ لپاره د خېبر پښتونخوا حكومت بلين ټري پروژه په كاميابې سره ترسره كړې. محمود خان ووئيل چې د بلين ټري پروژې په نړيواله كچه ډېره ډاډګېرنه شوې، اوس صوبائي حكومت په قومي كچه د ټېن بلين ټري پروژې له مخې خپل هدف ترلاسه كولو لپاره هڅې كوي. ده ووئيل چې حكومت راتلونكو نسلونو ته پاك ماحولياتي نظام وركولو لپاره پوخ عزم لري. ده ووئيل چې د موسمياتي بدلون د منفي آغېز مخ نيوي لپاره به مونږ ټولو ته په ګډه كردار ترسره كول وي.