د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د شمالي وزيرستان په ميرانشاه سيمه كښې د پاسپورټ د وړومبي دفتر پرانسته وكړه

اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د شمالي وزيرستان په ميرانشاه سيمه كښې د پاسپورټ د وړومبي دفتر پرانسته وكړه. د خالي ورځ د شمالي وزيرستان د دور په مهال د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ته د سيمې د ستونزو په اړه بريفنګ وركړے شو. د كورنيو چارو وفاقي وزير سيمې لپاره د نادرا د دوه موبائل وېنز وركولو لوظ هم وكړو. ده ووئيل چې د لرې پرتو سيمو اولس به د دې موبائل وېنز څخه استفاده وكړې شي. د كورنيو چارو وزير ووئيل چې د انګور اډه پشمول په نورو سيمو كښې به هم د پاسپورټ دفتر جوړولې شي. د پاسپورټ او نادار په دفترو كښې به په مېرټ ځائي خلق بهرتي كولې شي. ده ووئيل چې د نادرا په دفترو كښې به مېرمنې تربيه كولو سره بهرتې كولې شي.