وزيراعليٰ محمود خان په شانګله او مالم جبه كښې په ټرافيكي پېښو د افسوس څرګندونه وكړه

پېښور 04 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمود خان شانګله او مالم جبه كښې په ټرافيكي پېښو د افسوس څرګندونه كړې د كومو په نتيجه كښې چې قېمتي ځاني زيان شوے۔ د غمرازۍ جاري پېغام كښې وزيراعلٰې په دواړو پېښو كښې د حق رسېدليو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه كولو سره ووئيل د غم په دې ګهړۍ كښې د حق رسېدليو كورنيو سره برابر شريك يو۔ وزيراعلٰې د حق رسېدليو بخښې لپاره دعا كولو سره سره غمژنو كوريو سره د يوالي څرګندونه هم وكړه