د اقتصادي چارو وفاقي وزير عمر ايوب به د سنګر فيډر باقاعده پرانسته كوي

هري پور 04 جون (اے پي پي) د اقتصادي چارو وفاقي وزير عمر ايوب خان د هري پور وګړو سره خپل كړے يو بل لوظ ترسره كړو۔ وفاقي وزير عمر ايوب خان به (نن) د خالي په ورځ د سنګر فيډر باقاعده پرانسته كوي۔ماښام 4 بجې به د يونين كونسل سرائے نعمت خان پخواني ناظم ملك محمد يونس اعوان او د پخواني ناظم بانډه منير خان مقبول اعوان په مشرۍ كښې پسوال سيمه كښې يوه دستوره كيږي چې پكښې به وفاقي وزير عمر ايوب خان د سنګر فيډر باقاعده پرانسته كوي۔ د يونين كونسل سرائے نعمت خان وګړو د برېښنا مسئله ډيره پخوانۍ ده كومه به چې عمر له ختمه كړې شي۔ ملك محمد يونس اعوان په دې موقع ټولو وګړو ته په دستوره كښې د ګډون كولو بلنه وركړې