خېبر پښتونخوا حکومت د تير مالي كال 20ـ2019 ريونيو اينډ ايکسپنډيچر رپورټ شائع کړو

پېښور 02 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حکومت د مالي كال 20ـ-2019 ايکچول ريونيو اينډ ايکسپنډيچر رپورټ د شورو په ورځ شائع کړے ۔ د تير مالي كال 20ـ2019 بجټ اندازه 900 اربه روپۍ وه دغسې محاصل 615.4 اربه روپۍ وو كوم چې د بجټ اندازې 68 فيصده وؤ۔دغسې په تير مالي كال كښې خرڅونه 635.2 فيصده وؤ كوم چې د بجټ 71 فيصده جوړيږي۔ د راروان مالي …

پېښور 02 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حکومت د مالي كال 20ـ-2019 ايکچول ريونيو اينډ ايکسپنډيچر رپورټ د شورو په ورځ شائع کړے ۔ د تير مالي كال 20ـ2019 بجټ اندازه 900 اربه روپۍ وه دغسې محاصل 615.4 اربه روپۍ وو كوم چې د بجټ اندازې 68 فيصده وؤ۔دغسې په تير مالي كال كښې خرڅونه 635.2 فيصده وؤ كوم چې د بجټ 71 فيصده جوړيږي۔ د راروان مالي كال بجټ جوړيږي كوم چې د اندازي له مخي يو زر اربه روپو ته رسيدلے شي۔مياشتنيز اجرت كښې زياتوالي شوے دغسې په دې به په سختۍ سره عملدرآمد هم كولې شي۔د سرکاري ملازمانو مياشتنيزه تنخا كښې د ايډهاک ريليف نه علاؤه 25 فيصده اضافه به كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه د خېبر پښتونخوا د روغتيا او خزاني وزير تيمور سليم خان جھګړا او د وزيراعليٰ د اطلاعات او اعليٰ تعليم خاص مرستيال کامران خان بنګش مالي كال 20ـ2019 ايکچول ريونيو اينډ ايکسپنډيچر رپورټ شائع کولو په موقع پېښور كښې پرېس کنفرنس ته كړې۔ صوبائي وزير تيمور سليم جھګړا په دې موقع ووئيل خېبرپښتونخوا وړومبۍ صوبه ده كومه چې د خپل آمدن او خرڅونو تفصيل ټولو ته وړاندې كوي۔اولس د دې د معلومولو حق لري چې بجټ كښې د صوبائي حکومت د اړخه بيل شوے فنډز څه ډول او چرته استعماليږي۔د دې شميرې شائع کولو سبب د محکمو کارکردګي ښه كول هم دي۔ تيمور جھګړا ووئيل تير بجټ كښې صوبائي حکومت 4 کروړه ودانۍ له د كال لس 10 لکهه ويړيا او د روغتيا آسانۍ وركولو له صحت کارډ پلس وركولو پريكړه كړي وه كومه چې په كاميابۍ سره روانه ده۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې جون 2020 كښې د کورونا وباء باوجود حکومت مالي اهداف سر كړې وو او اوس په دې بجټ كښې به هم اهداف تر سره كولې شي۔ صوبائي حکومت درې كاله پس ريکارډ صوبائي محاصل ترلاسه كړي او سږ كال به هم د ښې تګلارې ترمخه 52 اربه روپو څخه زياته ريونيو ترلاسه كولي شي۔(