نړيوالې ادارې دې جدید امن مشنز د شخړو څخه ساتلو او عامو وګړو تحفظ له سیاسی سلامتی، بشري او پرمختيائي اړخونو ته هم پاملرنه كوي

ملګري ملتونه 22 فروری (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو د امن مشنز د کامیابۍ انحصار په داسې كوټلو سیاسی اقدامات اډانه دے كوم چې ځپليو سيمو كښې د شخړو سیاسی حل غواړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازې ډاکټر ملیحه لودھی د جنرل اسمبلۍ د کمېټۍ غونډه كښې د خيالاتو څرګندونې سره ووئيل چې نړيوالې ادارې دې جدید امن مشنز د شخړو څخه …

ملګري ملتونه 22 فروری (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو د امن مشنز د کامیابۍ انحصار په داسې كوټلو سیاسی اقدامات اډانه دے كوم چې ځپليو سيمو كښې د شخړو سیاسی حل غواړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازې ډاکټر ملیحه لودھی د جنرل اسمبلۍ د کمېټۍ غونډه كښې د خيالاتو څرګندونې سره ووئيل چې نړيوالې ادارې دې جدید امن مشنز د شخړو څخه ساتلو او عامو وګړو تحفظ له سیاسی سلامتی، بشري او پرمختيائي اړخونو ته هم پاملرنه كوي، د عامو وګړو د تحفظ ښه طریقه دا ده چې بايد وسله والې شخړې جوړيدو ته پرې نه ښودلې شي۔ د ’’ شخړو بنیادی وجوهات او د هغې كوټلې سیاسی حل‘‘ په سرخط د خيالاتو څرګندنې سره ډاكټر ملیحه لودھی ووئيل د شخړو مخنيوي سره مونږ د كوټلې امن پلو پیش رفت کولې شو۔ دې ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو امن مشنز له ډلې وركونكې وړومبې هېواد دے كوم چې مستقل مزاجۍ سره دغه مشنز له افرادی قوت وركړے ، دا وخت 7136 پاکستانی اهلکار د ملګرو ملتونو په امن مشنز كښې خدمات ترسره كوي او دغسې د پاکستان شميره امن مشنز له امنيتي ډلې وركونكو په دريو لويو هېوادونو كښې ده، د 1960ء نه تر اوسه يو لکھ 69 زره پاکستانی اهلکار د نړۍ په 23 هېوادونو كښې د ملګرو ملتونو 41 امن مشنز ترمخه خدمات ترسره كوي۔ دې ووئيل امن ډلو په اړه د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ترمينځه د رايو اتفاق لازمي دے۔(